د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري خبر ورکوي، چې د دوی په هڅو د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان بندیان له زندانونو خوشې او هېواد ته یې ستانه کړي دي. په یاده کونسلګري کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیو...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي. د دغه وزارت ویاند آخندازه عبدالسلام جواد په یوه ويډيو کې ویلي، چې له دغو صادراتو څخه تر ۱۴ میلیونه زیات امریکايي ډال...
نړیوالو رسنیو ته ویلي، چې د کاسا- ۱۰۰۰ زر د برېښنا پروژه به په ۲۰۲۷ زېږدیز کال کې بشپړه او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي. انټرفاکس روسي خبري آژانس تېره ورځ د تاجکستان هېواد د اوبو او انرژۍ د وزیر جمعه دلېر په حواله په یوه راپور کې دغه خبر ورکړی...
د بغلان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د بغلان ولایت د بورې دولتي کارخونې تر څو کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړی دی. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې کارخونې تېره ورځ د یو شمېر دولتي چارواکو په شتون کې فعالیت پیل کړی او ۳۶۰ کس...
د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو (Hengaw) وايي، د ایران حکومت د یاد هیواد د زاهدان ښار په مرکزي زندان کې دوه تنه افغانان په دار ځړولي دي. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سعیدالله زیري او عاصم چاریکاري په نومونو دغه افغانان د روانې ما...
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې یې پر زرګونو کورنیو د ۲۰۹ میلیونه، ۲۳۸ زره او ۷۸۳ افغانیو مرسته وېشلې ده. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرسته یې د هیواد...
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۷ تنو افغان بندیانو آزادېدو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد شمېر افغانان تېره ورځ د کندهار ولایت پر سپین بولدک کرښه هېو...
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کي شاوخوا ۲۹۶ زره مټریک ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده. د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغو صا...
د ازبکستان هېواد چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. دغه څرګندونې د یاد هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف په ترمذ ښار کې د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر ن...
د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت د ملګرو ملتونو د وګړو د وجهي صندوق (U.N.F.P.A) په مالي ملاتړ ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ او د عامې روغتیا وزارت له خوا ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغ...