ترکي چارواکو د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو په اړه چې راتلونکې دوشنبه به د ترکیې په استانبول کې ترسره شي، د دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ټیلیګرام په یوه پیغام کې لیکلي چې له خپل ترکي...
د متحده ايالتونو سترې محکمې يوه پرېکړه ليک کې ټرمپ ته اجازه ورکړې ده چې دغه هېواد کې د سه باندې ۵۰۰ زره کډوال بشردوستانه حقوقي وضعیت لغوه کړي. د معلوماتو له مخې، ياد کډوال چې ډېری يې د بايډن د حکومت پر مهال د (پرول) پروګرام له لارې له وينزويلا، کيوب...
د ننګرهار اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه. د ننګرهار رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو درې تنه مړه، شپږ ټپیان او د میلیونونو افغانیو زیانونه اوښتي وو. سرچینه زیات...
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د مې تر ۳۰مې پورې، له پاکستان او ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغانان په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي. یادې ادارې پر خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی چې د کډوالو بېرت...
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، اسلامآباد پرېکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه سفیر ته لوړه کړي. ډار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا ګام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، اقتصاد، ترهګرۍ ضد مبار...
د پاکستان پخواني لومړي وزير او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، له دې وروسته نور غلی نشي پاتې کېدلی. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه پر حکومت نيوکه کړې ده چې غواړي په زوره پرې هغه قانون ومني له مخې يې خان په زندان کې پاتې شي. دی همداراز ادعا ک...
د سرپرست حکومت ريس الوزرا غزه کې روان وضعيت دې اندېښنې وړ بللی او په نړۍ يې غږ کړی دی چې هلته روان ناورين پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز د غزې په تړاو د نړۍ، بشري سازمانونو او ښکېلو خواوو خاموشي د خفګان وړ بللې ده. همدې حال کې بیا نن حکومت له خ...
رويټرز راپور ورکړی دی چې اسرايل د امريکا د متحده ايالاتونو د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې ده. دغه طرحه چې د قطر او مصر په منځګړتوب پلی کيږي، که حماس يې ومني، نو غزې ته به د بشري مرستو لېږد ممکن شي. حماس غورځنګ تراوسه طرحه نده منلې، خو ويلي يې دي...
د پاکستان پوځ ويلي دي چې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځیان ورسته له هغې وژل شوي دي چې ټيټيپي پر يوې پوستې بريد وکړ. سرچينې ادعا کړې ده چې، په ځوابي بريد کې شپږ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي. بايد ياده شي چې...
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د کابل او آستانې ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګرۍ کچه له درې میلیارده ډالرو څخه لوړه شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وز...