ابراهیم د خپل نیکه په مړینه کې فکر کوي، او د هغه کاهن په اړه هم په فکر کې دی چې د مړي د خښولو په بدل کې اوه لوښي شراب، څلور سوه او شل ډوډۍ، یو سل او شل لپې غله یو څادر او تخت واخیستل. د هغو کاهنانو په اړه هم فکر کوي چې د ناحور د عمر د زیاتیدو...
ابراهيم د خپل ژور فکر په زور د خپل نفس او نړۍ ترمنځ یو پل وتاړه، ابراهیم يوه ورځ خپل کور ته له ټاکلي وخت څخه مخکې راغی، پلار يې د عشتار بت په جوړولو بوخت و، په دوه زمرو ولاړ او د غشو توبره يې وراغوستې وه، په یوه لاس کې یې حلقوي وسله وه، په بل ل...
ابراهیم د دهشت او حیرانتیا په دې پړاو کې خلک ولیدل چې سرونه یې ورته ټيټ کړي، زارۍ ورته کوي، دغه حیرانتیا خو يې هله زياته شوه چې پلار يې په ډېره عاجزۍ وروړاندې شو او په ټيټ غږ يې ابراهیم ته وویل: - ابراهیمه سر ورته ټيټ کړه چې د سپوږمۍ خدا...
آزر په فکر کې ډوب شو، لوجال ورته ځير دی، د هغه چوپتیا ته درناوی لري، تر دې چې د آزر په مخ کې انفعال راڅرګند شو، نو ویې وی: - يوه هیله مې سر کې ګرځي. - د څه شي هیله؟ - دا شراکت مو تر هغې دوام پیدا کړي چې ابراهیم زلمی شي، له تاسره د نړۍ په معد...
ناحور خپل خواره واره فکرونه راټول کړل، ((ابراهیم)) خو د قبیلو د پلار مانا لري، د ملتونو پلار، او ده خوب لیدلی چې د زوی له ملا نه يې نور راوځي او ټول اسمان رڼا کوي، او دغه دی ایمتالي ته په خوب کې غږ شوی چې په زوی دې ((ابراهیم)) نوم کېږده، د قبیل...
لوجال بازار ته لاړ خپلې وربشې يې په شاقل خرڅې کړې او یوه وینځه يې پرې راونیوله، او له پلورونکي څخه يې د عیب ضمانت واخیسته، که يې کوم عیب درلود بیرته به يې ورسپاري، بېرته روان شو څو له هغې قافلې سره یو ځای شي چې بیرته اور ته روانه ده، لوجال او آ...
د نیسان میاشت پیل شوه، سپيڅلې لاره په خلکو ډکه شوه، خلک د بابل له څنډو هم راورسېدل، سیمه په دعاګانو وګوڼېده: - ای زما خدایه! زما کلا! ماته بخښنه وکړه، په موږ مهربانه اوسه، ای خدایه ماته عفوه وکړه.. ای خدایه زما عاجزۍ ته وګوره ، بېشکه چې ته زم...
قافله په قلعه باندې سپيڅلې لار ته کوزه شوه، د خلکو سترګې د عشتار په دروازه ولګېدلې ډېره ښکلې وه، په ډېر تعجب يې ورکتل؛ له خښتو جوړې دوه لوړې ودانۍ وې، هرې ودانۍ يوه دروازه مخې او بله شاته درلوده، په منځ کې يې برنډه وه، په افقي شکل يې دروازه د ح...
په شنه سهار قافله په شنو پټیو کې روانه شوه، په لاره کې يې په هغه چا سترګې ولګیدلې چې خلکو ته يې د ځمکو بریدونه ټاکل او د خدایانو له خوا یې پر ساتنې ټنیګار کاوه، او هغه بزګر يې ولیدل چې د خپلو پټیو په دواړو غاړو پراته ونډونه يې پاکول، د امیرانو...
کله چې آزر د خپل ملګرې په څېره کې د شک نښې ولیدلې نو په ټول صدق يې وویل: - لوجاله کوښښ وکړه چې د ټيټې نړۍ څخه ځان وژغورې، هغه نړۍ چې بېرته ترې راختل نشته. قافله ګړندې شوه، له لرې نه یو برج څرګند شو، یو تن وویل: - د عشتار برج خو راښکاره شو....