د هوا سترګو کې شګې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1254

 کله مو په سترګو کې شګې لوېدلې دي؟ که ځواب «هو» وي، نو در مالومه به وي چې په داسې حالت کې څوک بل څه په اسانه نه‌شي لیدای، هماغه شګې یې په سترګو کې رغړي او بس.

زما په سترګو کې هم شګې لوېدلې، اوس راته اخوا دې خوا نور څه نه ښکاري او همدا شګې پکې رغړي. 
دا شګې د شاه نواز باقر د تخیل د ریګستان دي چې د شاعري توپان یې په هوا کړې او تر دې ځایه یې را رسولې دي.
د ځوان باقر د شعرونو ټولګه «د هوا سترګو کې شګې» مې په دې نیت واخیستله چې ذهني ستړیا پرې رفع کړم.
ما ویل د مېز پر سر به راته پرته وي او کله چې لیکلو او یا مطالعې ستړی کولم، نو یوه یوه غزله به لولم او ذهني ستړیا به مې رفع کېږي.
ما د یوه حکیم پر مېز د شاتو بوتل لیدلی و، کوچنۍ کاشوغه پکې ډوبه وه. حکیم صاحب ویل؛ کله چې ستړی شم یوه کاچوغه وخورم او ارام شم.
د باقر په ټولګه کې عجیبه خواږه راټول شوي دي. عجیبه ځکه دي چې عام خواږه هغه که شات وي او که بله شیریني، له ډېر لږو خوړلو وروسته زړه وهي او اشتهاء له نور خوراکه لاس نیسي، خو د باقر خواږه چې څومره خورې، هومره دې ورته زړه کېږي او چې څومره وخورې، بیا هم د خپل ذوق همدا یو غږ اورې؛ «هل من مزید؟»
له ما سره همداسې وشول، وقفه مې پکې ایجاد نه‌شوای کړای، پرله‌پسې مې پاڼې اړولې، پرله‌پسې مې نوې نوې نغمې اورېدې، کتاب په یوه شپه کې ختم شو. ښه ده چې د کتاب پاڼې لږ وې، که ډیرې وای ټوله شپه به مې رڼه تېره شوې وه.
له یوې بلې مو خبر کړم؛
پنسيل مې را واخیست، غوښتل مې د دې ټولګې ښکلي بیتونه په نښه کړم او بیا یې د یادښت کتابچې ته انتقال کړم، یو وخت مې پام شو چې تر هر بیت لاندې مې په پنسيل کرښه راکاږلې وه!
د باقر د شاعري یو کمال دا دی چې نوې خبرې کوي او هره نوې خبره اورېدونکي لري، خو د ده د بیان انداز هم خوندور او منفرد دی.
کله چې غواړي د یو چا حالات بیان کړي، د هماغه په ځان کې حلول کوي او بیا داسې څه وايي لکه خپله هماغه څوک چې خبرې کوي.
وګورئ، دلته د یوې کلیوالې میینې پیغلې د حالت څومره ښایسته ترجماني کوي؛
زما د لاس نه د چا نوم وران نه‌شي 
مورې نور لوښې د کور نه وینځمه
د مزدور د ژوند نقاشي یې په دې بیت کې وګورئ؛
چونه په مخ، رنګ په لاسونو او سورۍ لمنه 
په ټول بازار کې خلکو ما ته را لیده سړیه
باقر یوه جلا دنیا لري، دی دې نړۍ ته په یوه داسې لاره راغلی دی چې د ګامونو نښې پرې نه ښکاري.
له دې نه مخکې پرې څوک نه دي تللی 
په داسې لاره باندې زه روان یم
طبيعي ده چې د یوې نالیدلې نړۍ نکلونه او کیسې نورو ته خوندورې او کله کله حیرانونکې وي. باقر موږ ته د یوې همداسې دنیا کیسې را اوروي او د یوې همداسې دنیا منظرې را باندې ګوري.
البته د باقر دنیا تر ډېره د وهمونو دنیا ده. دا وهمونه خونړیو حالاتو زېږولي او دې حالاتو زلمی باقر له عجیب وضعیت سره مخ کړی دی. په دې شعري ټولګه کې ځای ځای، د دغې واهمې عکاسي په ماهرانه انداز شوې ده؛
حیران ولاړ یمه چې کوم طرف ته منډه وکړم؟
له یو دېوال نه اینې بل نه ډېوې را غورځي
-
چیغې وهمه چا بالښت راته په خوله ایښی دی 
پښې خوځومه د لاسونو نه مې ساه ختلې
دغه ویرونکی ژوند، کله کله شاعر له داسې حالت سره مخ کړي لکه په خوب کې چې څوک خپکۍ ونیسي، غواړي څه ووايي، روښانه یې ووايي خو نه‌کېږي. پخپله په زړه کې پرې پوهېږي، خو بل چاته یې خبره مبهمه شي.
د شعر ژبه د مقالې په څېر وضاحت ور کوونکې نه ده، بلکې د خپلو خیالاتو، مشاهدې افکارو، کیفیاتو او... نقاشي ده. ځینې تابلوګانې داسې وي چې په لومړي ځل، لیدونکی نه پوهېږي چې نقاش څه وړاندې کوي؟ خو ځینې ژور فکر او بیا بیا کتلو ته اړتیا لري او هر تخلیق چې فکر یې تر ستړیا وروسته ژورو ته ورسېږي، لیدل یې ځانګړی خوند لري او دغه خوند د باقر په شعري ټولګه کې موجونه وهي.
د باقر په ځینو شعرونو کې ګونګتیا شته، خو هره ګونګتیا د ټولو لپاره یو شکل نه لري. شاید هغه څه چې موږ ته ګونګ ښکاري، یو بل تېزهوشه او د قوي ادراک څښتن پکې ګونګوالی حس نه کړي. لکه د ادبیاتو د یوه ابتدايي زده‌کوونکي په توګه ما ته د کاظم خان شیدا او یا مرزا عبدالقادر بیدل ډېر بیتونه ګونګ دي او په مانا مې ورته سر نه خلاصېږي، خو یو څوک چې پر شعر پوهېږي، شیدا شناس او بیدل شناس وي، هغه پکې ما غوندې ګونګوالی او حتی پیچلتیا نه محسوسوي.
خو د باقر په ځینو بیتونو کې د ابهام غوټه کله هغه قلف شوي بکس ته ورته شي چې کیلي نه لري. دا کانې کله کله له هر چا سره کېږي، ځکه الفاظ له ټولې ځواکمنتیا سره سره، د ځینو کیفیاتو په څرګندولو کې عاجز شي او له شاعر سره پرته له الفاظو نور څه وي؟
شمس تبریز ویلي؛ 
«چنانكه آن خطاط سه گونه خط نبشتي؛ يكي او خواندي لاغير، يكي هم او خواندي هم غير، يكي نه او خواندي نه غير او. آن منم كه سخن ميگويم، نه من دانم، نه غير من.»
زه نه وایم چې باقر به هم د خپلو ځینو بیتونو پر مانا نه پوهېږي، خو که دا دعوه وکړم باطله به هم نه وي؛ ځکه ځینې وخت په یوه خاص حالت کې څوک یوه خبره کوي یا د یوه ځانګړی کیفیت بیان کوي، هغه وخت ورته خبره واضح وي، خو چې کله له هغه حالته ووځي بیا ورته مبهمه شي.
مګر ځینې وخت داسې هم وشي چې شاعر غواړي یو خیال وړاندې کړي، خو دا خیال یې رام کړی نه وي، نو سم یې وړاندې نه‌شي کړای.
د باقر په شاعري کې یوازې د انسان د ظاهري کردارونو انځورګري نه ده شوې، ده دروني او نفسیاتي حالات هم انځور کړي او په ښه توګه یې انځور کړي دي.
خدایه په خوب کې راپسې وي بلاګانې د شپې
چې د انسان له وېرې زه په مازیګر ویده شم
***
یو څه وخت و چې ورک شوی را نه ځان و
ژر به ودرېدم چې چرته به اعلان و
***
څومره بې‌وسي ده چې لاسونه دواړه نه‌لرم
شپه ده دروازه په پښو وهمه ورته خاندمه
باقر، سرګردانه دی، لالهانده دی، هیڅ نه پوهېږي څه وکړي؟ ځکه د خیر په نوم شویو کارونو له شر سره مخ کړی. لحظه په لحظه یې تصامیم بدلېږي او دا ټول د هغه دروني حالات دي چې له ده یې وار و پار خطا کړی دی؛
ما له دې بیا ترېنه غنم جوړ کړي
ګرځم په ژرندو باندې وړه ګرځوم
د ده شاعري هم د ژوند لپاره ده او هم د خوند لپاره، خو کمال یې دا دی چې کله د ژوند د بهبود لپاره نصحیت کوي، په داسې انداز یې کوي چې د واعظ ګومان پرې و نه‌شي او راساً خبره زړه ته لاره وکړي؛
زه له خپل ورور سره د وینې رشته نه پرېږدمه
پلاره دا هم ورکړه که خیر زما حصه یې غوښته
د باقر په شاعري کې د انسان‌پالنې ډېر لوړ پیغامونه شته، داسې پیغامونه چې له مودو راهیسې کنګل شوي احساسات هم ویلي کولای شي؛
په ژوند نه یم، په دې یم چې خون و نه‌کوي خدایه!
وېرېږم له انسانه وهم منډې منډې منډې
یا؛
خدایه کېدای شي که له ما نه هم بې‌وسه وي څوک
ډوډۍ مې لاس کې ده بازار کې څوک نهر لټوم
او؛
باقره ټوله شپه به خوب نه راځي
چېرته مړه شوې بیا ډېوه د بل ده
شهنواز په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوي چې هرې خوا ته وژنې دي، فقر دی او نفرتونه دي. دومره نفرتونه چې انسان له خپل هم‌نوعه وېرېږي. باقر ناست دی، د همدغه شان ټولنې منظرکشي کوي او په داسې انداز یې کوي چې په لیدلو یې د سړي وېښتان نېغ ودرېږي؛
وايي ډوډۍ مه راوړه وینې راوړه
خدایه د داسې جومات چڼی یمه
***
د اسمان ستوری او هغه هم بیا د ورځې ګورم
د انسان سر دی او هغه هم بیا په لار پروت دی
***
ویلې مورې ژر کوه چاودنه به اوس وشي
په ښار کې یو ماشوم چېرته منګی لیدلی و
په دغه شان یوه ټولنه کې ژوند کول، واقعاً تر زغم پورته کار دی، دا هنر دی چې باقر ته یې په همدې اختناق کې د ژوندي پاتېدو لپاره لاس ورکړی دی؛
باقره ستا ګرېوان به چا ګنډلای
ښه دی چې لاس دې د هنر مات نه‌شو
شهنواز د مینې تږی دی، د انسانیت تږی دی، د انسان په لټون دی، د مینې په لټون دی او دومره په خپله ورکه پسې لالهانده دی چې هوښ یې له لاسه ورکړی؛
دومره تنها یمه چې غاړه ورکړم
چې کومه ونه مې نظر ته راشي
***
باقره څوک به پکې ګل د محبت واچوي
د څادر پیڅکې به د دوو په ځای څلور ونیسم
زموږ د دې ځوان او د مینې تږي شاعر څادر دې د محبت له ګلونو ډک اوسي.
د حسن اختتام لپاره، د همدې شاعر هغه بیت لیکم چې غیر ارادي مې له هر لمانځه وروسته خولې ته راځي؛
اوس له ایمانه مخکې سوال د خپل وطن کومه
اوس چې لاسونه کړمه پورته د دعا لپاره