- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالباري جهاني
- 1119
زما محترم استاد مرحوم محمد انور نومیالي زیات و کم شل کاله مخکي، په ډنمارک کي راته وویل چي که زه یو څو لنډۍ منظومي کړم ښايي لنډیو ته بېل خوند ورکړم. ما ورته وویل چي استاده لنډۍ خو پخپله منظومي دي نو زه به له منظوم څخه بل منظوم څرنګه جوړ کړم. ده راته وویل چي پروا نه لري ته یو کوښښ وکړه او زه یقین لرم چي د لنډیو د شکل تغییر به لنډیو ته یو بېل خوند ورکړي او ځوان شاعران ښايي د فوکلوري نظم په شکل کي د تغییر راوستلو یوه ابتکار ته متوجه کړي. د خپل استاد له نظر سره مي د توافق نه درلودلو سره سره یو څو لنډۍ د غزل په قالب کي واچولې خو زیات و کم پنځه لس کاله وروسته مي، هغه لنډۍ، په خپلو کاغذونو کي پیدا کړې. خپل ملګري او همصنفي معصوم هوتک ته مي نمونه ورولېږله او هغه راته وویل چي دا یو ابتکار دی او په کار ارزي. بل ملګري انجنیر محمدصدیق ظهیر راته وویل چي لنډۍ خپله اولسي او فوکلوریکه شیریني لري او قالب یې هم خپل اولسي رنګ لري. تر دې به دا بهتره وي چي له لنډیو سره غرض ونه کړې او خپلي غزلي ولیکې. زه به دا لنډۍ د خپلو نظمونو او شعرونو له لوستونکو سره شریکي کړم او ضمنا به یې نظر هم وغواړم. که د ځوانانو خوښه سوه نو دا هم یوه نوې ادبي هڅه ده او ښايی د اصیلو لنډیو مفکورې او کلماتو ته د نظم په یوه بل قالب کي ژوند ورکړي او لا یې ښايي ژوند اوږد کړي. او که نه وي زه هم نه پر ټینګېږم.
لنډۍ په غزل کي
پر کمر ولاړه ګله په منګیو دي پالمه
په نصیب کي به د چا یې اوبه زه درخېژومه
په ځوانۍ دي هوسېږم تر بوړي توپک دي جار سم
پر اوږه اخیستی تا دی کږه زه له خیاله ځمه
په غزا وتلې ګرانه په سنګر کي ځان شهید که
تر زیارته دي درځمه خپل سور شال پر غوړومه
دا اوږده مساپري دي د ملکونو روزي مه سه
چي په کټ کي دي ملاله خوله ویده پرې ایښې یمه
ټول عالم په خوب بیده دی سپوږمۍ پاس پر اسمان راغله
زه بې بخته یمه ناسته مرور پخلا کومه
دا یو سوال درته کومه د مسرۍ جواب مي راکه
کور مي جوړ د سیند پر غاړه مګر زه له تندي مرمه
د دیدن په انتظار دي کرۍ ورځ درته کړېږم
دواړي تلي مي سوځیږي په غرمو ولاړه یمه
هر ګړی مي یې په زړه کي هېر مي نه یې هېر مه سې
زه دي هېره د خپل رب سم چي شېبه دي هېرومه
زړه مي سوځي په کوګل کي چي را یاد سې کله کله
سر مي ایښی پر بالښت وي اوښکي کښته تویومه
په ګلاب دي وویشتمه په جامو کي نه ځایېږم
لاس دي جار سمه جانانه دښمنانو ولیدمه
ګل دي راکی په خندا سوې خدای دي درکړي عوضونه
ستا د ګلو تر ګېډیو په خندا خوشاله سومه.
۱: پاس پر کمر ولاړه ګله
نصیب د چا یې اوبه زه درخېژومه
۲: تر دا بوړي توپک دي جار سم
پر اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه
۳: ته په سنګر کي ځان شهید که
زه به سور شال ستا پر زیارت وغوړومه
۴: مساپري دي روزي مه سه
زه دي ملاله خوله بیده پرې ایښې یمه
۵: سپوږمي پر سر د اسمان راغله
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
۶: د دې مسرۍ جواب مي راکه
کورمي د سیند پر غاړه دی له تندي مرمه
۷: ستا د دیدن په انتظار کي
تلي مي سوځي په غرمو ولاړه یمه
۸: ته مي نه هېر یې نه به هېر سې
د رب دي هېره سم چي تا به هېرومه
۹: چي کله کله را په یاد سې
سر پر بالښټ کم اوښکي کښته تویومه
۱۰: په ګل ګلاب دي وویشتمه
تر لاس دي جار سم دښمنانو ولیدمه
۱۱: چي ګل دي راکی په خندا سوې
زه دي له ګله په خندا خوشاله سومه.
عبدالباري جهاني