د جنگ اقتصاد او د اقتصاد جنگ

د جنگ اقتصاد او د اقتصاد جنگ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • څېړنوال عبدالغفور لېوال
  • 1224

د افغانستان د جګړې درې کړۍ دي؛ 
۱. نړیواله کړۍ 
۲. سیمه‌یزه کړۍ 
۳. کورنۍ کړۍ 
جګړه په لوی سر کې د نړیوالو لویو ځواکونو ده، دوی غواړي په سیمه کې د افغانستان مهم او سټراټېژیک موقعیت په اختیار کې ولري چې شمال ته یې د منځنۍ اسیا بډایه او سټراټېژیکه حوزه پرته ده او د چین و روسیې پر وړاندې د سوق الجیش مرکز دی. همدا راز په افغانستان کې د پښې ټینګول منځني ختیځ او پر جنوبي اسیا د کنټرول برج هم د دوی په واک کې ورکولای شي.
د لویو قدرتونو جګړه پر اقتصادي سرچینو او د درېیمې اقتصادي زریزې له منطق سره سم پر اسیايي مارکېټ د کنټرول سیالي ده. لوی ځواکونه د سیمې هېوادونو ته د جګړې پر مخ بېول په ټېکه ورکوي، سیمه‌یز هېوادونه هم د خپلو ګټو «په سر کې اقتصادي هغه» له‌پاره د افغانستان جګړه په ټېکه اخلي او نیابتي جګړه روانه ساتي. په درېيمه کړۍ کې هغه افغاني کړۍ، بانډونه، ډلې، مافیايي او تنظیمي جوړښتونه دي چې د خپلو ګټو او اقتصادي ـ سیاسي ځواک له‌پاره د تودې جګړې مدیریت کوي. د دغو ډلو او ډلګیو کمال دا دی چې د ایډیالوژیک او عقیدوي پوټنشیل «ځواک» په زور ناخبره افغان ځوانان د جګړو کرښو ته لېږي او پخپله یې د جګړې په مټ لوی کار و بار پیل کړی دی.
د مخدره موادو تر ټولو لویه مافیا، د وسلو پلور او پېر، د ځمکو د غصب کړۍ، انسان‌تښتوونې، د کانونو او ځنګلونو د قاچاقو مافیاوې، د انساني قاچاق مافیاوې، NGO یي سوداګري َد کډوالو، جنګ‌ځپلیو، معتادانو، معلولانو، ماینونو او داسې نورو چارو په نومونو موسساتي تجارت» د جګړې بل اړخ دی چې په دې میلیارډي سوداګریو کې هم نړیوالې، سیمه‌یز ې او افغاني کړۍ پراخه ونډه لري.
لنډه دا چې ټوله جګړه پر ګټو او اقتصادي کار و بار روانه ده، عادي افغانان او هغه ځوانان چې له ډېرې بې‌خبري د عقیدوي ولولو په خاطر د جګړې کرښو ته راوستل کېږي، د دې درې سره کړیو د ګټو قربانیان او اورلړوني دي.
درې سره کړیو د افغانستان په ګاونډ کې د عقیدوي ولولو را منځ ته کولو کارخونې او سټدیوګانې را منځ ته کړې چې هلته محروم او نالوستي زلمکیان په عقدو او کساتونو لړلي او له باروتو او ګولیو ډک افغانستان ته رااستوي او په دې توګه د دوی او نورو عادي افغانانو په وینو درې لویې ژرندې تاوېږي.
ستونزه دا ده چې همدې مافیايي ځواکونو د سیاست، اقتصاد او جګړې درې واړو مدیریت انحصار کړی دی. له سیاسته د جګړې او له جګړې د سیاست له‌پاره متقابله ګټه پورته کوي او د دواړو له روان بهیره میلیونونه ډالر خپلو جېبونو ته اچوي. 
دا تصادفي نه ده چې د مخدره توکیو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت «هلمند» د تر ټولو لویو او سختو جګړو شاهد دی. بدخشان د خپلو کانونو له امله د ډېرو لویو وسله‌والو ډلو د را ټولېدلو ځای دی او نورستان، کونړ او ننګرهار د خپلو ځنګلونو او کانونو په تاوان کې د جګړو په تنور بدل شوي دي.
بدمرغي دا ده چې خلک په تېره بیا وسله په لاس ځوانان داسې طلسم شوي دي چې د جګړې ماهیت نه‌شي پېژندلای. که دوی د جګړې ماهیت او هویت وپېژانده او همدومره په حقیقت خبر شول چې د دوی وینه د څو کړیو، بانډونو او شخصیتونو د ګټو په خاطر بهېږي؛ نو دوی به وسله وغورځوي او بیا چې د جګړې بشري ځواک نه وي، دغه ستر ادم‌خور ماشین په ټپه درېدلای شي.
لوی ځواکونه او سیمه‌یز قدرتونه د خپلو ګټو له‌‌پاره د نړۍ په هر ځای کې د همداسې یوې جګړې اور بلول او ژبغړانده ساتل غواړي. له افغانستان سره د نورو سیمو توپیر دا دی چې هلته ټولیز او ټولنیز سیاسي شعور لوړ دی، هیڅوک خپل ژوند وړیا د نورو د ګټو په خاطر نه بلهاري کوي او هيڅ ځوان د مبهمو کړیو په خاطر د خپل هېوادوال وینه نه بهوي.
پایله دا راوځي چې جګړه د جګړې د مدیریت کوونکیو د ګټو ده، خو بالقوه ځواک یې د افغانانو ټیټ سیاسي شعور، ناخبري او ناپوهي ده.
حل‌لاره
په دریو ګامونو کې ښايي دغه جړه ماشوړه پرانیستل شي. 
لومړی؛ سوله‌یز اقتصادي سکټور باید د مافیايي او جګړه‌یزې اقتصادي مافیا ځای ونیسي. د افغانستان حکومت او نړیوال سوله‌خوښي ځواکونه باید د اقتصادي فعالیت د جواز ورکولو پر مهال دا په کلکه په پام کې ولري چې د یوه اقتصادي فعالیت مخامخ یا نامخامخ ګټه جګړه‌مارو کړیو ته و نه رسېږي. 
دويم؛ هر هغه تنظیمي، مافیایي او ډله‌یز جوړښت چې په یو ډول نه یو ډول د وسله‌وال فعالیت او جګړه‌مارو موخو له‌پاره جوړ شوي دي، د هيڅ راز اقتصادي فعالیت انحصار تر لاسه نه کړي.
او درېیم؛ د سیاست کړیو ته باید یوازې متخصصان او لوستي وګړي چې له ټوپک او پاټک سره سر و کار و نه لري، راوستل شي چې د دوی د سیاسي توان او ځواک ګټه په جګړه کې ښکېلو کړیو ته و نه رسېږي او جګړه‌مار جوړښتونه له سیاسي ملاتړه بې‌برخې کړای شي. 
په دې توګه به د اقتصادي او سیاسي ځواکونو اړیکه له جګړه‌مارو کړیو سره پرې کړای شي.
موږ باید د اقتصادي جګړې او جګړه‌یز اقتصاد اړیکه سره غوڅه کړو او پر ځای یې سوله‌یز اقتصادي ماشین فعال کړو. 
په اقتصادي فعالیت کې پخپله د دولت د ونډې ډېرول یې یوه بله لاره ده. جګړه‌مار او مافیايي جوړښتونه له بنیادي اقتصادي فعالیتونو سره علاقه نه لري، مثلاً په کرنه، اوبو لګولو، برېښنا، لویو لارو او داسې نورو چارو کې ځکه دوی پانګونه نه کوي چې د دغو فعالیتونو ګټه وخت ته اړتیا لري، او جګړه‌یز فعالیت یې ممد او مرستندوی نه وي.
د استقطاب (Polarization) د تیوري پر بنسټ که د منفي جګړه‌یز ـ اقتصادي قطب پر ځای د تولیدي اغېزناک اقتصادي فعالیت ونډه ډېره شي، له هغه ځایه چې خطر «ریسک» او بدنامي یې کمه ده، ډېر ژر د جګړه‌مار او مافیايي اقتصادي فعالیت کرښې له بشري ځواکه تشېږي، ټیک همدا وخت دی چې د ځوانانو د سیاسي او ټولنیز شعور د کچ لوړولو له‌پاره هم تبلیغاتي ماشین خوځېدلای شي. موږ باید خلک د روانې جګړې پر ماهیت خبر کړو او و یې پوهولای شو چې جګړه د پردیو جېبونو او خېټو له‌پاره ده او هيڅ راز افغاني ارزښت یې منځټکی نه دی.
چې را لنډه یې کړو، موږ باید په ملي کچ د جګړې د ماهیت پېژندلو فرهنګي هڅه له یوې خوا را پیل کړو او په بل سر کې جګړه د اقتصاد له‌پاره او اقتصاد د جګړې له‌پاره باطله او توره کړۍ له یوه ځایه ماته کړو. تولیدي اقتصاد ته لومړیتوب ورکول او د سراسري اقتصاد له منطق سره سم د شته سرچینو تنظیم او د نویو سرچینو د فعالولو له‌پاره اقدام د دغه اووه‌سري ښامار د وژلو تر ټولو اغېزناکه لاره ده.