ويل کېږي، چې د هرات ولايت په مرکزي زندان کې د عسکرو او زندانيانو تر منځ په نښته کې تر شلو زياتو زندانيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښته ځکه پيل شوې وه، چې عسکرو زندانیان وهلي ټکولي او غوښتل یې هغوی په زور پلچرخي ته انتقال کړي، چې پر وړاندې يې بندیانو غبرګون ښودلى دى.
د معلوماتو له مخې، د زندانیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په دې نښته کې تر دې دمه پنځه تنه بندیان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي، چې د زیاترو روغتیایي حالت هم خراب دی.
د زندان دننه نښته د شپې تر یوې بجې روانه وه او ويل کېږي، چې پنځه تنه عسکر هم د زندانيانو لخوا ټپيان شوي دي.