ټاکنو کمېسیون وایي، د غزنی ولایت پارلماني ټاکنې د راتلونکي کال په میزان میاشت کې ترسره کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو چې نن یې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، د یاد ولایت د پارلمانی ټاکنو لپاره چمتووالی پیل شوی او په پام کې ده چې د راتلونکي کال په میزان میاشت کې ترسره شي.
مسوولان وایي، د غزني ولایت د ټاکنو تر څنګ به د ولایتي شوراګانو او ښاروالیو د شوراګانو ټاکنې هم ترسره شي.
چارواکي وایي ددې چارې لپاره یې یوه برخه بودیجه ترلاسه کړې او دا مهاله له نړیوالو متحدینو سره کار کوي، څو د دې پروسې لپاره کافي بودجه تر لاسه کړي.