د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو د زیاتوالي یو لامل د طالبانو د بندیانو بښل بللی او زیاتوي چې باید د طالبانو بندیان اعدام شي.
امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي په لویو ښارونو کې د ترور د زیاتوالي یو لامل دادی چې د طالبانو بندیان فکر کوي چې له نیولو وروسته بښل کیږي او د خپل عمل جزا نه ورکول کیږي.
صالح وایي د یادې ستونزې د پای ته رسیدو یوازینۍ لار داده چې د طالبانو نیول شوي غړي باید اعدام شي څو نورو ته یې د عبرت درس شي.
نوموړی وایي په هدفي وژنو کې تر ډیره هغه طالبان ښکیل دي چې له زندان څخه خوشې شوي.
وروستیو کې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي او پړه یې هم څوک پر غاړه نه اخلي، خو حکومت یې لامل طالبان بولي.
بل لورته طالبانو هم د امرالله صالح د دغو څرګندونو پر وړاندیې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي که بندیان یې اعدام شي دوی هم بدیلي لارې لري.