د حقاني او داعش ډلې غړو نیول کیدل

د حقاني او داعش ډلې غړو نیول کیدل


  • 4 کاله دمخه (09/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1150

د ملي امنیت ریاست وایي چې ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني او داعش ډلې یوه ګډه هسته نیولې.

د ملي امنیت ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ترهګریزې پیښې او ترورونه حقاني شبکه او طالبان ترسره کوي خو داعش ډله یې د جعلي اعلامیې په خپرولو سره پړه پر غاړه اخلي څو عمومي افکار منحرف کړي.

د خبرپاڼې له مخې  ددغې هستې غړو کې د داعش او حقاني شبکې لوړپوړي غړي شامل دي چې د چاودیدونکو توکو د لیږد او هدفي وژنو مسوولیت پر غاړه لري.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې ددغې هستې غړي د یو شمیر امنیتي منسوبینو په وژنه کې لاس لري او هڅه یې کوله چې په پراخه کچه امنیتي او دفاعي ځواکونه هدف وګرځوي.