کابل کې۳ پرله پسې چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل کې۳ پرله پسې چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله


  • 4 کاله دمخه (10/02/2021)
  • محمدعزیر ستانکزی
  • 1383

نن سهار کابل ښار کې درې پرله پسې چاودنې وشوې.

امنیتي مسولین وايي لومړۍ چاودنه د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه عبدالعلي سیمه کې د پولیسو پر رنجر شوې چې له امله یې څلور کسان ټپيان شوي.

دویمه چاودنه د کابل ښار د قوای مرکز سیمه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند یو لنډکروزر ډوله موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغه راز  دریمه چاودنه د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې شوې چې د تلفاتو په اړه یې تر اوسه کره معلومات نشته.

ددغو چاودنو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.