ډاکټر غني د نړيوالو خلاف خپل ملي ځواک ته پټ امر کړی و، چې د طالبانو سره ونه جنګېږي، او پرېږدي چې طالبان ټول افغانستان په ارامه بې له جګړې ونيسي او همداسې وشول، چې دې کړنې امريکا، جرمني، نړيوال او په ځانګړې توګه تالبان حيران کړل.
طالبانو سملاسي ارګ ته ځانونه ورسول، غوښتل يې چې څه اسناد تر لاسه کړي، خو هلته هيڅ اسناد نه وو، مانا په کاغذي شکل کې هيڅ اسناد موجود نه وو، ځکه ۵ کاله د غني حکومت د غني په امر ټول کمپيوټري(ډيجيټل) کړي وو، لکه ملي امنيت، روغتيايي سيستم، بانکي سيستم او داسې نور.
بل خوا ډاکټر غني د افغانستان ټوله پانګه چې ۹،۴ مليارده ډالره کېږي، د هېواد د نړيوال بانک اکاونټ ته لېږلې ده، ددې د پاره چې کنګل يې کړي، اوس د نړيوال بانک لخوا کنګل شوه او تالبانو ته يې نه ورکوي.
امريکا هم ۳۷۰ ميلونه ډالر چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي مرسته وه او همدارنګه ۵ ،۶ ميليارده ډالر د پرمختيايي پروژو پر مخ بيولو په خاطر هم نه ورکوي.
نو اوس تالبان د پيسو د ورکولو د يو ستر بحران سره مخ دي، د افغانستان په بانکونو کې فقط دومره روپۍ دي، چې د يو څو مياشتو بسنه وکړي، د افغانستان برق هم د تاجکستان دی، که پيسې ورنکړې هغه به هم بند شي.
د افغانستان بانکي سيستم ډېر عصري دی، ددې لپاره چې دا کاري سيستم فلج نه شي، تالبان خلکو ته په تلوېزونونو او په هر ځای کې چغې وهي ، چې خپلو دندو ته راشئ، ځکه چې ددې سيستم د پر مخ بيولو وړتيا نلري.
ډاکتر غني نړيوالو سره داسې پياوړې د سترنج لوبه وکړه، چې نړيوال او طالبان پرې اوس پوهه شول، ددې په ځای چې جګړه ورسره وکړې، کومه چې د نړيوالو غوښتنه وه، اوس يې په عصري سيستم د خلکو واټن د تالبانو سره پيدا کړ.
لامل ددغه پياوړي سترنج دا و، چې نړيوالو دواړو لورو ته مرسته کوله او نه يې غوښتل چې جګړه پای ومومي، غني نور د افغانانو بنسټونه نه نړول، او نه يې وينه تويدنه خوښېده، چې خپله يې هم په يوه ليکنه کې د فېسبوک له لارې همدا څرګندونې کړې دي.
اوس تالبان زيار باسي، چې نړيوال پاتې کړي، تر څو ورته مالي مرستې وکړي، او د بل خوا تالبانو نړيوالو ته ويلي وو" چې ښه حکومتولي کولای شي" ، چې داسې بلکل نه ښکاري، ځکه دوی ددغه عصري حکومتولۍ وړتيا بېخې نلري.
لوستی افغانان ترې په تېښته دي، تالبان کوشش کوي، چې دوی په هېواد کې پاتې کړي، خو دلته يو بله ستونزه دا ده، چې ددغه لوستي کهول نيمايي برخه ښځې دي، چې په دغه عصري سيستم پوهېږي او هغوی سره هم دوی ستونزې لري.
مانا دا چې تالبان يوې بلې جګړې ته داخل شول، اوس مالومه نه ده چې دا جګړه به وګټي او که نه، دې ته به وخت ځواب ووايي.
نو:
زه به درته داسې لوبه وبایلم
ته به دې په خپله بریا وژاړې
ښه راغلاست تالبانو ۲۱مې عصري پېړۍ ته.
ليکنه د جرمني ژبې څخه د افغانانو کلتوري ټولنې لخوا ژباړل شوې ده.