وانګ‌یو: افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې مرستې جاري ساتو

وانګ‌یو: افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې مرستې جاري ساتو


  • 2 کاله دمخه (10/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 919

د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو، په کابل کې د ا.ا له ویاند سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته چمتو ده.

ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې له وانګ یوو سره د دواړو هېوادنو ترمنځ د پیاوړو ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه بحث کړی.

مجاهد زیاته کړي چې په دې لیدنه کې یې چینايي لوری په افغانستان کې پانګونې ته هڅولی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د چین سفیر ژمنه کړې چې دوی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې ذبیح الله مجاهد په یوه بله جلا خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان ته له یمن، سوډان، فلسطین، مصر او لیبیا څخه راغلو علماوو سره هم کتلي دي.