سمسور نیوز (۴وری۱۴۰۲) په بلخ او جوزجان ولايتونو کې سېلابونه راوتلي، چې مالي زيانونه يې اړولي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې تر اورښتونو وروسته د بلخ او جوزجان په ګډون یو شمېر ولایتونو کې پراخ سېلابونه راوتلي دي.
تر اوسه د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
د راپورونو لهمخې، د هرات کندهار لويه لاره هم د سېلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندې ادارې تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې د هېواد په شلو ولایتونو کې به سخت باران و اوري، چې د سېلابونو راوتلو وېره هم ورسره شته.
په دغو ولایتونو کې په ځانګړي ډول هغه سیمې شاملې دي، چې وروستۍ زلزلې وځپلې.