پاکستان افغانستان لپاره خپل نوی استازی اصف درانی وټاکه

پاکستان افغانستان لپاره خپل نوی استازی اصف درانی وټاکه


  • 1 کال دمخه (24/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 639

د پاکستان حکومت اصف درانی د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له دفتر څخه په خپر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د لومړي وزیر له تاییدۍ وروسته پر دغې څوکۍ ګمارل شوی.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اصف دراني تېره ورځ له «حنا رباني کهر» سره هم کتلي دي.

اصف خان دراني تر دې وړاندې په افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده تر سره کړې.

د یادونې وړ ده، چې تر اصف دراني وړاندې محمد صادق خان د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی و.