متقي: پر سوداګرۍ دې لګېدلي بندیزونه لېرې شي

متقي: پر سوداګرۍ دې لګېدلي بندیزونه لېرې شي


  • 1 کال دمخه (13/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 587

‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» له مشرې روزا اوتونبایوا او د يوناما مرستيال او د بشري چارو نوي مسوول ډانيل انډرس سره لیدلي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ټوېټر لیکلي، اغلې اوتونبایوا د دې لیدنې پر مهال په تېرو څو اوونيو کې د افغانستان په اړه د تر سره شويو او راتلونکو نړيوالو غونډو د موخو په اړه د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره معلومات شريک کړل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د ښاغلي متقي په حواله زیاته کړې، نړيواله ټولنه بايد د بشري مرستو تر څنګ د افغانانو پر سوداګرۍ لګول شوي محدوديتونه لرې کړي او هغوی ته د "باعزته کاروبار فرصت" ورکړي.

د متقي په وینا، بشري مرستې باید داسې عیارې شي، چې د افغانانو پر ژوند پایېدونکی اغېز ولري.