کرزي او عبدالله د نجونو د ښوونځیو پر خلاصېدو ټینګار کړی

کرزي او عبدالله د نجونو د ښوونځیو پر خلاصېدو ټینګار کړی


  • 1 کال دمخه (22/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 591

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. 

د حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو او د زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار شوی دی.

دوی همدا راز له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر دوام هم ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کور دننه له څه باندې دوه کالو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

له دې ورهاخوا، ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان ۷۰سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.