په بادغیس کې د يوه کور د چت نړېدلو له امله یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.
د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې دغه پېښه تېره شپه د آبکمري ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه د وروستيو ورښتونو له امله شوې.
د یادونې ده، چې تېره ورځ په کندهار او هلمند کې هم د برېښنا او تالندې لوېدو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د باران پر له پسې اورښت دوام لري.