نړیوالو رسنیو د جاپان د دوه موټر جوړوونکو کمپنیو د احتمالي یو ځای کېدو خبر ورکړی دی.
د نیکي اېشیا د راپور له مخې نیسان او هونډا کمپنۍ د برقي موټرونو د تولید په برخه کې له خپلو چینایي سیالانو او ټېسلا کمپنۍ سره د رقابت په موخه له یو بل سره یو ځای کېږي.
راپور کاږي چې که چېرته دا دوه شرکتونه سره یو ځای شي، نو دا به د نړۍ په کچه دریم د موټرونو د تولید لوی شرکت واوسي.
د یادونې ده چې دغو دوه شرکتونو د مارچ میاشت کې د برقي موټرونو په برخه کې د دوه اړخيزو همکاریو خبره کړې وه.
#SamsoorNews