د ادبي غلا د مخنیوي سافټوېرونه پېرودل شوي

د ادبي غلا د مخنیوي سافټوېرونه پېرودل شوي


  • 1 مياشت دمخه (06/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 82

د لوړو زده کړو وزارت د لومړي ځل لپاره د ټورنیټين او ګرامرلي په نومونو داسې سافټوېرونه پېرودلي، چې د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو په څېړنو کې به د ادبي غلا مخه نیسي. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې تر دې وروسته به د هر لسانس، ماسټر او دوکتور څېړنه په ټورنیټین کې کتل کېږي او د ادبي غلا مخه به یې نېول کېږي. 

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې د تحصیلي نهادونو، ژورنالونو او استادانو مقالې به هم د معیاري کېدو او ادبي غلا د مخنیوي په موخه په ګرامرلي کې کتل کېږي؛ ترڅو د ادبي غلا مخه ونېول شي او په ترفیعي آثارو کې لا ښه والی راشي.