د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د دغه دفتر د افغانستان څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان له پاکستان او ۱،۲ میلیونه نور له ایران څخه راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه کسان له یادو هېوادونو څخه د اوسېدو د اسنادو نه لرلو، ژوند ته د کمو فرصتونو، روغتیا او زده کړو ته د نه لاسرسي او د محافظتي خطرونو له امله افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې له دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم دوام لري او هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ذکر شویو هېوادونو څخه په خپله خوښه یا هم زوره اېستل کېږي.