د پخواني افغان پوځ اووه بلکهاک چورلکې چې د پخواني حکومت د سقوط پر مهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې، امریکا ته سپارل شوې دي.
د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوع په واشنګټن کې د ازبکستان په سفارت کې جوړ شویو مراسمو کې برملا شوې ده.
د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه افغان پیلوټاتو ۲۲ الوتکې او ۲۴ چورلکې ازبکستان ته ولېږدولې.
سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې په وار، وار له ازبکستانه غوښتي چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري.