د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې بهر ته د شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت طبي توکي صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې دا طبي توکي ۱۵ زره او ۲۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
جواد زیاتوي، چې دغه صادرات پاکستان، ایران، هند، چین، قرغزستان، جاپان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، روسیې، اوکراین، کاناډا، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.