د پاکستان له زندانونو ۸۴ تنه افغانان خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو ۸۴ تنه افغانان خوشې شوي


  • 4 ورځي دمخه (11/02/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 18

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو  چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۸۴ تنه افغانان خوشې او تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.  

دغه وزارت پر خپله وېب پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دا کسان د ننګرهار ولایت پر تورخم سرحدي لار راستانه شوي او ورسره د بشري مرستو تر کولو وروسته خپلو سیمو ته هم لېږدول شوي دي. 

سرچینه زیاتوي، چې دغه کسان په یاد هېواد کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو په تور نېول شوي وو او له تر دوو میاشتو پورې په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو.  

دا خبر وروسته تر هغه ورکړل شو، چې تېره شنبه هم یاد وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۴۲ تنو افغانان د آزادېدو او هېواد ته د هغوی د راستنېدو خبر ورکړ.