امریکا پر ایران تازه بندیزونه ولګول

امریکا پر ایران تازه بندیزونه ولګول


  • 12 ساعته دمخه (07/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 71

امریکا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو پر ۲۷ بنسټونو، درې ښځو او شپږو ایرانیانو بندیزونه لګولي دي. 

د امریکا خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې پر یوې چینایي ښځې هم د ایران په اټومي پروګرام کې د همکارۍ له کبله د دغه هېواد له خوا بندیزونه لګول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په امریکا کې د دې بنسټونو او وګړو شتمنۍ او بانکي حسابونه کنګل شوي او اجازه نه ورکول کېږي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا استازي اټومي تړون ته د رسېدو په هڅه کې دي او تر اوسه یې په عمان او ایټالیا کې پنځه ځله خبرې اترې کړې دي.

امریکا ټینګار کوي چې ایران باید په بشپړه توګه د یورانیمو غني کول پروګرام ودروي؛ خو تهران وايي، د یورانیمو غني کولو ته به دوام ورکړي او په دې مسئله کې د امریکا ټینګار یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ننګونه ده