برېټانیا افغانستان لپاره خپل نوی استازی ټاکلی

برېټانیا افغانستان لپاره خپل نوی استازی ټاکلی


  • 6 ورځي دمخه (21/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 124

 

د برېټانیا حکومت د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې رېچارډ سټیفن لېنډسي پر دې دندې ګمارل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې لېنډسي تر دې وړاندې د برېتانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او پاکستان څانګه د مرستیال رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نورو لویدیځو هیوادونو په څېر، د بریتانیا سفارت هم د افغانستان لپاره له قطر څخه فعالیت کوي.

سرپرست حکومت په وار، وار له دغو هېوادونو غوښتي چې خپل سفارتونه په کابل کې بېرته پرانېزي او خپلې ستونزې او اندېښنې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.