د مینې اظهار لیکوال: واحد سهاک زما، له چاپه نوې راوتې شعري ټولګه یې په لاس کې وه. په شونډو یې تبسم ناست و؛ رانږدې شوه. په جذباتي انداز یې راته وویل: څه ښه شاعري دې کړې ده. کتاب ته یې اشاره وکړه: زه خو یې له ځانه لرې کولای نه شم. هغه لګیا وه زما د...
ګاډی د هسکوغرونو په منځ کې په لوړ پېچومي کې پورته وخوت او بېرته په اوږده ځوړي لاندې درې ته راکېوت. هوار سيده سرک ته په رارسېدو د سورلیو له منځه یوه تن لاسونه پورته کړل: ـ یوه د خیر دعا! په ګاډي کې ناستو ټولو دولسو تنو مسافرو یې په ملتیا...
ډاتسن په کنډو کپرسرک کې په ورو ورو روانه ده . کوچنۍ ما شومه دپلارپه غیږکې په درانه خوب ویده ده. موټروان مخکې لار څاري خو د هغه ترڅنګ نا ست ملا چې تازه ېې سترګې په رنجو تورې کړي دي اوتوره لونګې ېې په سرده ،تسپې اړوي. نا ببره موټرکندې ته برابرشي...
ماشومتوب هم عجیبه وي په هغې ورځ مې څومره وژړل هېڅکله به مې هېر نه شي. د اوړي سخته ګرمي وه، د ډېرې ګرمۍ له امله د میوو رنګونه په ونو کې ژیړ او سره اوښتي وه، په دې سوځنده لمر کې ټول په خپلو کروند کې په کار لګیا وه، چا ونې د میووو له درانه باره س...
سهار له خوبه را پاڅېدم زړه کې مې زور نه و، اندامونه مې ټول بې حِسه وو، په سترګو مې توره تیاره وه، د څو شېبو لپاره کیناستم، چې کله مې سترګې رڼې شوې لږ مې ځان ښه احساس کړ بیا مې هڅه وکړه چې پاڅېږم، مګر بیا را باندې رڼا ورځ توره شپه شوه، له ځان سر...
مراجعين يې ژر ژر خلاص کړل، موبايل يې راواخيست چې عېنکې يې په سترګو کولې، اشپږ دروازه ټک ټک کړه، په کرار يې وويل: ــ رييس صېب اجازه ده؟ ـــ ووځه د اجازې بچيه... شېبه وروسته يې د موبايل ښيښې ته په خوند وکتل، د فېسبوک په مسنجر نوي مسجونه راغلي...
پر کټ پروت ځوانکي خپلې رنځورې سترګې په سختۍ ورپورته کړې. د روغتون مشر ډاکټر د واټ ښايستوکې مسوءلې نرسې ته سپارښتنه وکړه، چې وخت په وخت د ځوان د وينې فشار، تبه او نور معاينات وڅاري او د ستونزې په وخت کې نوموړي ته خبر ورکړي. د ځوان پر پتري نېولو...
د ورځپاڼې مدير راته وويل: _د دفتر بوديجه کمه ده، غواړو چې څو تنه اضافه بست کړو، خو ته وروستی چانس لرې، دا يو امتحان وګڼه، که دې زموږ په خوښه مرکه راوړه، کار ته دوام ورکولای شې. چرت مې خټه شو، فکر په مخه کړم، په ښار کې مې د مرکې لپاره وړ څوک و...
سهار وو د چاى له څښلو نه وروسته مې پريکړه وکړه چې خپل دوکان ته به ځان رسوم ځکه پوره درې ورځې مې په کور کې تېرې کړې وې، زما دوکان په جم بازارکې،او کور مو په ننگرهار کې وو، له خداى(ج) پامانۍ څخه وروسته د سړک په لور روان شوم زمونږ کور له سړک څڅه ي...
نن شپه بيا په دفتر کې نوکريوال وو،غوښتل يې چې نن کور ته ولاړ شي خو مګر بل يې داسې څوک ونه مونده چې د ده په ځاى په دفتر کې نوکريوالي وکړي ،مخکې به کله کله ايمل د ده په ځاى پاتې کيده خو نن ايمل هم کوم ضروري کار درلود، هغه هم له دې څخه د مخه کور ت...