لنډې كيسې

د واورې سړی

د دلوې د مياشتې لومړی مازديګر و چې اسمان سپينو ورېځو ونيو، واوره پيل شوه او په لنډ وخت کې يې  يوه لويشت پوټي سپين کړ. وريدا اوږده شوه. يوه ورځ، دوه ورځې، درې ورځې... تر دې دمه کليوال ورته خوشاله وو، واوره يې کاريزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د...

جنايت

دسهار په خړه کې د پوليسو يو موټر لنډ راتاو شو، وښوېد او ودرېد.  دروازې خلاصې شوې، عسکري بوټونه تر ښنګرو واورو پټ کړل، ولاړو خلکو لار ورکړه،  عسکر تر يوه څوارلس کلن هلک را تاو شول.  هلک يوه پوخ ديوال ته ولي لګولې وو، سر يې کيڼ لور ته ځو...

خاپ

 د لکونو ثانيو خوابدۍ وروسته مې بيا ورسره وليدل،هغه می لمس کړه، حس می کړه،او يوځل بيا دهغې له ماضي سره ناڅاپه مخ شوم،په ليدو يې حواس راڅخه وتښتول،تش کالبوت يې مخې ته داسې ودرېدم لکه دمسلمان دښمنو په اسارت کې چې د نه زغمېدونکې شکنجې تر سرحده ورسې...

خاپ

 د لکونو ثانيو خوابدۍ وروسته مې بيا ورسره وليدل،هغه می لمس کړه، حس می کړه،او يوځل بيا دهغې له ماضي سره ناڅاپه مخ شوم،په ليدو يې حواس راڅخه وتښتول،تش کالبوت يې مخې ته داسې ودرېدم لکه دمسلمان دښمنو په اسارت کې چې د نه زغمېدونکې شکنجې تر سرحده ورسې...

مجبوره مور

 هر وخت چې ګورې د ښار لويديځ لور ته يوه مور د خپلو ګلاليو بچيانو سره يو ځای د سرک پر غاړه ناسته وي . هيچا ته د څه غوښتلو غږ نه کوي , ممکن پر سوال کولو به شرميږي , خو د خپلو بې پلاره بچيانو د ډوډۍ غم دې ته اړويستې , چې د سرک پر غاړه د خپل ټيکري...

ولور !

د احمد پلار احمد ته مخ ورواړوه ، د يو کمزورې اسويلي په بدرګه يې ورته وويل ، احمده زويه زويه ! واده خو مو درته وکړ ، خو د واده د ولور پيسې پرې کول غواړي ، ځکه چې شپږ لکه افغانۍ په خوله ياديږي او ...... د احمد مور د احمد خبره ونيوه او وويل ، د احمد د...

دښوونځي جامې

په وړوپښو ولاړدالمارۍ خانه يې خلاصه کړه يوڅه يې ترې راواخستل دکورنۍ نورو غړوته يې شا واړوله او له المارۍ څخه له را اخيستي څيزسره بوخت شو، هغوى په خپلوکې پرې بحث پيل کړ،مشرې خور يې وويل داڅه شى يې پيداکړ چې له موږنه يې پټوي،پلار يې وويل پرې يې ږدۍ کار...

خپل يو شاګرد ته ليک

 سلامونه هيله ده چې د روغتيا په جامو کې پټ او د ژوند په ټولو چارو کې بريالی وې . ګرانه کله چې د خپلو شاګردانو په مينځ کې ستا پوهه او لياقت ګورم ډير خوشاليږم , وياړ کوم چې ستا په شان د ځيرک , پوه او با استعداده ذده کوونکي استاذ يم. افرين ستا پ...

له نښې وروسته

 يوه شيبه ښه په زوره و ټوخيداوچې كله يې ټوخى ودريد نو غاړه يې صافه كړه . سپين ږيری په كرار  له زاړه كټ څخه راكړوپ شو. كلوشې  يې له كټ لاندې كړې . بيا يې دشنو چايو چاينك اوشنه پياله  هم تر كټ  لاندې ننويستله .دچرسو چيلم  ...

لږ حوصلې موږک

د تشیو تشون لین لیکنه  پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست په یو پټي کې یو داسې موږک اوسېده چې ټول اوړی یې په لوبو او خنداګانو تېر کړ،او په ژمي کې نږدې و چې له ولږې مړ شي. کله چې پسرلی راورسېد موږک وپتیله چې دا ځل نو د خپل ژمي لپاره یوڅه خو...