د دنیا د نورو جوړ په څېر انسان هم جوړه پيدا شوی. نر او ښځه. د انسان ددې جوړې بېلوالی په همدې نر او ښځې سره کېږي. یو يې نارینه او بل يې ښځینه نومېږي. ډېر کله په متنونو کې ناسمه کاروونه يې مانا ستونزمنوي، چې ښځه موخه ده او که میرمن ؟ میرمن هم ښځه...
ژبپوهنه ژبپوهنه د ساينس هغې څانګې ته ويل کيږي چې په چوکاټ کې يې پر ژبه، د ژبې پر جوړښت، استعمال، زدکړې او پروسس کولو تحقيق او بحث کيږي. دغه علم په خپل ځان کې پر يو شمېر نورو څانګو وېشل شوی دی چې فونېټيکس، فونولوژي، مورفولوژي، سينتاکس، سيمانتيکس، پرا...
زه له مرګه پدې نه ویرېږم چې ګنې دنیا به پاتې شي. دا دنیا هسې هم کل من علیها فان خبره ده او دا زموږ د عقیدې برخه هم ده. زه مرګ سره د مخ کیدو سترګې نه لرم. ما او تا او دې ټولو خلکو بې شماره وارې له مرګه پناه غوښتې او لا یې غواړو خو پوهېږې ولې مرګ سره...
دا درې واړه مصدرونه دي، چې درې واړه کله کله د یو بل پر ځای استعمالېږي خو د یو بل ځای ناستي هم نه دي او یو ډول مانا هم نه ورکوي. په لاندې جملو کې: په اټن کې يې لاسونه اچول په اټن کې يې لاسونه غورځول یا ځان اور ته اچول ځان...
وړمه ورځ درېېم ډاکټر ته ورغلم چې ډاکټر صاحب تر زنګانه ښکته مې پښه ويده ده، راويښېږي نه. ويل يې راويښه به شي. ما ويل، کله به راويښېږي؟ وايي، بيړه د شيطان کار دى، په کرار به راويښه شي، چې کله يې خوښه وه، بس ته ترې ځان بې پروا کړه. ما ويل، د بې پروايۍ خ...
د (په کې ) او ( پکې ) د کارولو ځایونه سره جلا دي. که يې سره بېل ولیکو، د سربل او وستربل په توګه کاریږي چې طبعا په منځ کې يې نوم او صفت راځي خو که يې سره ګډ ولیکو، بیا د ظرفي نومځري دنده ترسروي. په کې : دلته ( په ) سر بل(prepositio...
خوشال چې په شلمه پيړۍ کې څومره مطرح شو، هغومره په خپل وخت او په ورپسې اتلسمه پيړۍ کې نه و مطرح، د دې ځينې بهرني لاملونه وو، چې په دې ليکنه کې پرې خبرې کوو. پوهان وايي، چې په يوه ټاکلي مهال او جغرافيه کې د يوه شاعر د مطرح کېدو ځينې لاملونه وي، چې په...
انسان تر نورو ژوندیو موجوداتو د ځینو برترو قابلیتونو په لرلو عالي دی چې مهم یې دا دي: لومړی. د تفکر، تصور او تخیل قابلیت چې د هغه پر بنسټ نوښت، ایجاد، کشف او اختراع کوي. دویم. د تعاون او ګډ کار قابلیت چې د هغه پر بنسټ کلي، ښارونه، هیوادونه؛ کورنۍ،...
هغوی چې له هېواد بهر اوسېږي، هلته کورنۍ لري، ژوند لري، بهر مېشتي افغانان يې وبولو که په بهر کې استوګن افغانان؟ دلته بحث د (مېشت ) او ( استوګن) دی. استوګن له ( هست ) ریښې څخه اخیستل شوی، چې وروسته ترې ( ه) غورځېدلې او پر (استوګن ) بدل شوی دی. ...
د نورو ډېرو کلمو په څېر ( راوړل او راوستل ) هم زموږ په لیکنۍ او ګړنۍ ژبه کې نا سم کارېږي خو اصلا دواړه سره د کاروونې بېل ځایونه او مانا لري. له دې کلمو چې هره یوه يې وټاکل شي، په مفهوم کې توپير راځي، البته دا هم د نورو کلمو په څېر په ژبپوهنیزه حوزه ک...