ادبي ليكنې

اطلاعات / معلومات

سره له دې چې دواړه کلمې بېلې ماناوې لري خو د نورو ډېروکلمو په څېر مترادفې ګڼل شوي او تر ډېره يې په کاروونه کې هم تفکیک نه کېږي، البته په مسلکي لیکنو کې يې  توپير خورا جوت دی. دواړه عربي کلمې دي او جمع يې هم د عربي قاعدې ( ات) په وروستاړي یا لاح...

سربېره / برسېره

سره له دې چې ددې دواړو  کلمو توپير خورا جوت دی او تر ډېره ورباندې خلک پوهېږي، خو بیا هم په ځينو لیکنو کې د یو بل پر ځای استعمالېږي. سربېره او برسېره ځینې نور ترکیبي شکل هم لري، چې برسېرن هم پکې را ځي، سربېره:  د (علاوه) مانا ورکوي. غونډې...

بلا - ماهر احسانزی

د بلا کلمه د ځناورو په کورنۍ پورې اړه لري، خو افسانوي ځناور دی، دلته مې له افسانوې موخه داده چې لیدل شوی نه دی او نه هم وجود لري، خو د بلا کلمې له استعماله داسې ښکاري چې تر ټولو بد شکله، لوی او زورور ځناور دی.       دا کلمه ګڼ مفهومیز...

شعري که منظومه ټولګه؟

نظم د نثر په مقابل کې د ادب یو ژانر دی چې په وزن سره يې توپيرولی شو. پخوا په دې ژانر کې قافیه، ردیف او وزن ټول مهم و، خو اوس یوازې خبره تر وزن راغلې؛ ځکه ازاد نظمونه قافیې نه لري، بې ردیفه مختلفې نمونې په ټولو ژانرونو کې لرو خو وزن لا هم مهم دی چې د...

د تخییل اړتیا - عبدالغفور لېوال

تخییل له یوه اړخه  د تفکر ازاده بڼه ده، چې د وچ عقلانيت او قانونمندۍ پولې ړنګوي او بهر ترې وځي. تفکر په احتیاط پوښتنې کوي او ځوابونه یې هم د هغو قاعدو له مخې پلټي، چې وارله مخه یې ځان ته ټاکلې وي. د تفکر ټول پام دې ته دی، چې پوښتنې سمې وي او ځوا...

په سندرو د وطن د زخمونو ټکوروونکی سایل

رحمت شاه سایل په داسې زمانه کې د پښتونخوا د هسک ملاکنډ د درګۍ په «ورتېر» کلي کې سترګې وغړولې، چې د بېلتانه په توره د جلا شوې خاورې له یوې برخې یې یوه لوی ښامار منګولې کښلې وې او بل تازه پکې خپلې منګولې ښخې کړې وې او د وطن بچي یې په ویر اخ...

د یوه خوږ اروا لیکوال اولنی دیدن

نولس سوه درې نوي یم میلادي کال د پېښور د اوړي زاره چاودی موسم و. له ماښامه تر ماښامه د شعرونو ټولګه مې خپره شوې وه. د خوږې پښتو او د دنیا د ځینو لویو شاعرانو شعرونه مې لوستي وو. د خودخواهۍ هغه پېریان مې له سره الوتي وو، چې ګوندې زه هم ښه شاعر یم. پر...

زه ستړی ډېر یم د دمې موسم دی

شاعري که د کرېکټ لوبه وای، بیا به د هر شاعر پنځونه د یوې لوبې غوندې روښانه وه. هر چاته به یې منډې معلومې وې، چې څومره څلورېزې او شپږیزې یې ووهلې، او د بال د لوبولو انداز یې څنګه و. یا یې څو وېکېټې واخیستې او داسې نورې. بیا به چا انکار نه شو کولای چې...

د یوې ټپې دوه کلمې

موږ د ژبې پر ماهیت هله پوهېږو، چې د کلیمو ار او ضمني معناوې، په جمله کې يې د کاریدو پر اړتیا او په هنري ژبه کې يې په ارزښت وپوهیږو. ګودر د پښتو ژبې یوه خپلواکه کلیمه ده او هغه ځای  ته وايې چې جونې له منګیو سره ورځي او کورونو ته  پکې اوبه و...

د یوې حقیرې پيغلې ستوغه نیوکه

ټولنه او پنځګر له پيله تر اوسه په دې سره وران دي چې ټولنه وايې، ادب دې زما تابع شي او پنځګر وايې، چې د پنځونې او هنر لپاره دې قیدونه نه رامنځ ته کیږي. له لرغوني یونانه تر ننه ادب د ادب او ادب د ژوند لپاره پر نظریو خبرې کیږي، څوک پکې د عبدالرحمن بابا...