خبرونه

په لغمان کې د تندر لوېدو له کبله یو تن مړ شوی

په لغمان ولایت کې د تندر غورځېدو له کبله یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. د لغمان امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا پېښه تېر ماښام (سې‌شنبه، د غبرګولي ۶مه) د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې په زیارت سیمه کې رامنځته شوې ده...

د پاکستان پوځ: اټومي وړتيا مو يواځې دفاعي بڼه لري او د سولې تضمينونکې ده

د پاکستان پوځ نن په يوه اعلاميه کې ويلي، نن هغه (يوم تکبیر) ورځ ده چې دغه هېواد په ۱۹۹۸ زيږديز کال کې د يو اټومي هېواد په توګه راڅرګند شو. اعلاميه کې راغلي، پاکستان وروسته له هغې چې اټومي هېواد شو، جنوبي اسيا کې يې د خپل توازن سیاست ثابت کړ. ياد پو...

د روغتيا نړيواله ټولنه: تېرو دريو ورځو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي

روغیتا نړيوالې ټولنې په يوه راپور کې ويلي، د روانې مياشتې له ۲۵مې نېټې را پدېخوا د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۲۰۲ بشري روغتيايي مرکزونه تړل شوي چې ورسره جوخت ۱.۸ ميليونه خلک له روغتايي خدمتونو بې برخې شوي دي. دغه ټولنې دغه راز اندېښنه ښودلې چې د دوی په...

اماراتو په دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک ومانه

متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک په رسمي توګه ومانه.  د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه وزارت د دفتر رئیس شېخ مکتوم بن بطي آل مکتوم د یوې رسمي ناستې پر مهال د سرقونسل باور...

ملا برادر: هڅه کوو چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، سرپرست حکومت هڅه کوي چې افغانستان په یوه صنعتي هېواد بدل کړي.  برادر په کابل کې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې صنعت د هر هېواد د پرمختګ وسیله بللې او ز...

يوناما: ۴۸ سلنه افغان وګړي له فقر سره مخ دي

د افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې د افغانستان د نفوس ۴۸ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي. يادې ادارې خپل تازه راپور کې ويلي، ۲۲.۹ ميليونه افغان وګړي روان کال مرستو ته اړتيا لري. سرچينې دغه راز ويلي دي چې ۱۴.۸ ميليونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې...

د سرپرست حکومت پلاوی د مسکو په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

د سرپرست حکومت یو لوړپوړی پلاوی د مسکو په دیارلسمه نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي.  ټاکل شوې، چې دا غونډه د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د روسیې په ملي مرکز کې جوړه شي.  ټاس خبري آژانس د روسیې امنیت شورا په حواله راپور ورکړی، چې دا غونډه به...

ایران: د یورانیمو د غني کولو لنډمهالی ځنډ نه منو

ایراني چارواکي وایي، تهران به له واشنګټن سره د اټومي هوکړې لپاره د یورانیمو غني کولو د لنډمهالي ځنډ هوکړه ونه مني. د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې که چېرې امریکا نېک نیت ولري، ایران هم خبرو ته خوشبین دی؛ خ...

ملګري ملتونه: په یوه اوونۍ کې مو له ۳زرو زیاتو راستنو شویو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (INHCR) وايي، د روان کال د مې له ۱۸مې څخه تر ۲۴مې پورې یې افغانستان ته له ۳زره ۶۵ راستنو شویو سره مرسته کړې ده. یادې کمېشنرۍ په یوه راپور کې ويلي، چې دا کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو څخه...

عربي او اروپایي هېوادونه: پر غزې دې د اسرائیلو بریدونه بند شي

د ۲۰ عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو له حقونو سرغړونه غندلې او په دې سیمه کې یې د اسرائیلو د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده. د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هسپانیا کې د خپلې غونډې په پای ک...