کلنګ

2020-09-21

وخت چـــــې دمـړوسترګودجنګ و زه خوارۍ پسي تلم
ښکلې چې ستـــاوربل ړنګ بنګ و زه خوارۍ پسي تلم

مادتنکۍ ځـــــوانـــــۍ پـــــه تاندو شیبوخاورې خوړې
ستاپه ځوانۍ چې خواره بنګ و زه خوارۍ پـــسي تـــلم

ملنګ ارمـــــــان بــــه مـــې دمینې کچکول تش ګرځاوه
پاته په تادخولې کلـــــنــــګ و زه خــــــوارۍ پـــسي تلم

ستادځلاندو سترګووړانـــــــګې ورتــــــه نــــه رسیـدې
زماپه خاطر دغربت زنګ و زه خـــــــوارۍ پــــسي تــــلم

په دې میــــــــن کـــــلی کـــــې خدایږو بس په مابدمرغه
حرام دمستوبنګړوشـــــــــرنــــګ و زه خوارۍ پسي تلم

ستړی قسمت و غضري پــــــــــه ړنـــــدو لاتـــــروســروم
پاته فراق ته دیارڅنګ و زه خـــــــــــوارۍ پــــسي تـــــلم

۱۳۸۶/۵/۱۹ساجرسعودي عرب