2020-09-21
داڅنګه ليــــــونــــــــي دي مشـــاْ لـونه وړي په لاس كې
په سپينه رڼا ورځ چې څــــراغــــونـــــه وړي په لاس كې
دګل دلمبو غېږته په شبكورو ستـــــــرګـــــــــــو ورشي
داڅاڅكي دشبنم چې خپل سرونه وړي پـــــــه لاس كې
يوه شيبه يې اوښكوكې دمرګ تصوير تــــــــه ګـــــــوره
غاټول غـــــونــــــدې دوينوګريوانونه وړي په لاس كې
قربان له داسې ښـــــــــار شم چې يې هرسړى عاشق دى
منصور دى يامجنون دى ځنځيرونه وړي پــه لاس كې
داڅوك دى چې ماوژني اوپه ما بـــــاندي مــــــــين دى
داهغه جادوګر دى چې اورونه وړي پــــــــــــــه لاس كې
دازما ليونى خيال دى كه دلمر په مخ ميــــــــــن شـــوم
چې ذهـــــــــــن مې دستوروكاروانونه وړي په لاس كې
۱۳۸۵كال دثور دمياشتې لسمه نيټه