خا موش جرس

2020-09-21

پــه نــیـــمه لا ره کې کاروان لوټ شو

زمونږ دژوند سازاو سامان لوټ شو

 

بـــڼ کې مو پاتی شول اغزې یوازې

کـارغــــان راوالوته ګلان لوټ شول

 

ظالم تو پان پــــه ما لت راغی زموږ

کــور د ګـــدا او د ســلطان لوټ شو

 

دقـــافـــلو رهبــر په خوب ویده شو

جرس خاموش شو افغا نان لوټ شو

 

حال ، استقبال مو شو بر باد ولسه

چې هم پیران هم مریدان لوټ شو