غوټه ونه

2020-09-21

زما نیکه کیسه کوله

ویل دالو یه ونه ګوری

چې ترې لاندی شنه ویاله ځي

دا سپیرې ډبری وینې

د درنو ناستو وستل دی

دجرګه ګو مر کو ځاې دی

په پیړو پیړو کلونه.

 

که به چا زموږ په سیمه

که به چا زموږ په خاوره

که به چا زموږ په لره

که به چا زموږ په بره

دتیري لاس اوږدو لو

یا به یې شرم جوړولو

وو تاو ده به وستلونه

 

زما یاد دي بچي دلته

ددی غوټی ونی لاندی

دغه ځمګه زوښیدله

سره ټول وو او لسو نه

 

چې څه تړه دلته وشې

(( هو)) پې وشي د سپين ږیرو

د خدای زور د خلکو زور شي

سا او وینې شې دنرو.

 

کاشکې دې کیسې کولې

څه یې ویلې له پخوا نه

چې په (( ګڼه )) کې یادیږي

دویاړونو له انسانه.