غزل

2020-09-21

 شپه په ژړا ورځ په سلګو تېره شوه 

مینه دزړه مې په لمبو تېره شوه
 
زاهده نوره مې توبه ماتوم 
چې زندګي مې بې نشو تېره شوه 
 
خدای خبر کله به مسکۍ شي راته 
ښکلې مو سکا یې په لېمو تېره شوه 
 
بیا دادم درباب غږ تر غوږشو 
په دغه لاره چې درخو تېره شوه 
 
اسمان کې ستورو ورته لار نیولې 
سپوږمۍ دستورو له جرګو تېره شوه 
 
په صداقت راته ووایه اشنا ! 
کړې وعده دې په کلو تېره شوه