بس دی راځئ چې نوره سوله وکړو شر نه کوو
نورې خبرې د ټوپک او د سنګر نه کوو
د زړه پر پاڼو به د يو بل تصويرونه کاږو
بتان به نه تراشو کارونه د اذر نه کوو
تل مو د هر چا په وعدو باندې باور کړی دی
سړی به ګورو په هر چا باندې باور نه کوو
د ګټې کار ته مو ټول عمر اشرونه کړي
اشربه غواړو خوجنګونو له اشر نه کوو
اتله نور به ګام په ګام د مينې تخم شيندو
د زړه پر زمکو باندې نور د نفرت کر نه کوو