عشق ، سر زورى ښه په سر دې ګذارونه واخلو
خو ؛ خداى دې نکړي چې له ده ندې لاسونه واخلو
کلونه پس به په کوم پارک کې سره کېنو دواړه
يو بل ښکل کړو او له ژونده به خوندونه واخلو
ښار ته به لاړ شو ، او زړې کيسې به هېرې کړو
ښار ته به لاړ شو او يو بل ته به ګلونه واخلو
خلک کليزو کې خپل يار ته غاړه کۍ اخلي
مونږ به دا دود مات کړو ځه مونږ به کتابونه واخلو
ډاډه ماښام دى او د سين په غاړه ناست يو سره
ډاډه ته صبر شه چې څو دانې عکسونه واخلو