راته په ډکه خوله موسکا وکړه
ډيوګۍ وسوځـــــه رڼا وکړه
راسره عــشق وکړه نڅا وکړه
یو په دی دو کې خامخا وکړه
د زړه په زخم مې لاسونه کیږده
د نیکۍ کار دی بسم الله وکړه
بیا د یو چا په لیدو بیا ولې؟
زړګیه څله دې درزا وکړه؟
هغې خبرې ته مې پام نه و
هغه خبـــره راته بیا وکړه
لیونۍ ډېر دې پسې وژړلې
لیونۍ چاته دې دعا وکړه
شرره بیا دې نظر وسیځله
شرره بیـــا دې ناروا وکړه