ویلـــی نـــشــم پــه ایمـــان ډاریـــږم
اوس داسې وخت دی چې په ځان ډاریږم
حیوان کې شـته دی بـل حــیوان ته مینــه
زه چــــې انســان یــم لــه انســان ډاریــږم
پوهیږم تــه مــې هـــیڅ پــروا نـــه ساتــې
زه خــو والله ســـتا پـــه خفـــګان ډاریــږم
هغــو خــرڅ کړی دی ما هـــم نـــه پـریږدي
چې رانــه خــرڅ نـــشي وجـــدان ډاریــږم
د بعـــضې خـــلکو چــې نیــتـــونـه ویـــنم
پـــرې راخـــطا نشـــي اســـمان ډاریـــږم
سـترګــــې دې ماتـــه هســـې مــه برګـــوه
له بـرګـــو ســـترګـــو پـــه قـــران ډاریـــږم
عـــزامــــه دلتـــه کـــه هــــمدا چـــارې وي
په مـونګه قـحط نه شــي بـــاران ډاریـــږم