غزل

2020-09-21

کاش که مې بیا هغه ماښام ولیدی
ستاپه وربل مې ځان بد نام ولیدی

د تُهمتونو مې جولۍ ډکه کړی
زما ګناه دې سر عام ولیدی

الله دې نه کړی ستا په حسن خزان 
سپرلی مې ټول په تامدام ولیدی

جانانه ستا په پُښتنه کوڅه کښې
تاله واله مې ننګ و نام ولیدی

عزیزه بیا د یار په نیمه ادا
ستړی ژوندون مې پرې تمام ولیدی

د ښاغلي عزیزمانیروال شعرونه - نور