غزل

2020-09-21

مـیــنه کـې اظــهـــار دی، بس وه یې که
یـــــار په زړه ګــــوزار دی ، بس وه یې که
 
بـــــل ســـپرلـي ته خاماخا درځمه جــان
یـــو کـــال انــتــظــار دی، بس وه یې که
 
ښـــــهٔ وایــــي کــــاروان چې زما ومــنـه
کــار دمــینــې کـــــار دی، بس وه یې که
 
لاس دې په زړګــي کــېده راټـــول یې که
غــــــږ د یــــک هــزار دی ، بس وه یې که
 
شـــوخې ښــهٔ پوهېـږم چې خوښېـږم دې
مـــړه خــــو اقـــــــرار دی، بس وه یې که
 
څـــه دې ووېــــــــل؟ زه کـــه درنه لاړمـــه
څــــــه دې خــــــو ازار دی،بس وه یې که
 
څــاڅکې د بــاران چې وي یاران چې وي
بـــلکل صــیب خــمار دی ، بس وه یې که
 
خـــــپل ارمــــــــان که مړ غواړې بـــاور که
نیــــمه خــــوله انــکار دی، بس وه یې که

د ښاغلي صمیم ارمان شعرونه - نور