2021-01-25
د سپي شنې سترګې خالي خالي لګېږي
او د غم له خوبه پټې پټې کېږي
د څښتن د کور کولپ شوي وره ته پروت دى
ماشومان نشته دي، چيغې يې يادېږي
دا کوڅې او خاموشي هم سوله غواړي
نور په دې وطن کې سپي هم سوله غواړي
ربه! سولې مو بلها غشي خوړلي
دغې ښکلې شاه ليلا غشي خوړلي
زموږ سوله د حمزه غونده شهيده
په سينه يې درې اويا غشي خوړلي
چا غوڅ کړى ترېنه زړه او چا يې سر دى
او د جنګ هيندې ژولى پرې ځيګر دى
نور نېږدې ده چې مارغان خبرې وکړي
او د وران افغانستان خبرې وکړي
لرې نه ده چې دوى ووايي جنګ بس دى
او د سولې د ارمان خبرې وکړي
اې بسمله ونو هم مرمۍ خوړلي
څانګې ماتې دي او ځالې رالوېدلي