2022-03-13
دغه راز به تر خپل وس په زړه کې ساتم
محبت دې مقدس په زړه کې ساتم
یو نه یو خو به ضرور الله پوره کړي
امیدونه ځکه لس په زړه کې ساتم
بل یې هیڅ راپاتې نه دې زندګۍ کې
بس یو یاد د تللي کس په زړه کې ساتم
ما شیدې د پښتنې مورکۍ خوړلې
خود به ټول پښتون ولس په زړه کې ساتم
دې سړي خو زندګي راته برباد کړه
داسړی هسې عبس په زړه کې ساتم
هغه ستا راکړی ټپ چې وو کریمه
ته باور وکړه لا اوس په زړه کې ساتم