بيــــــــــــوسئ تهٔ به ما بيمار کړي او بيمار هم داسې
چې به په ځائې پريږدمه يار هم داسې کار هم داسې
يو دا مــــــــــــوسم هم د باران دے زخم زر نهٔ ورځي
بل مې خــــــــــؤړلې دے په زړهٔ باندې ګزار هم داسې
توبه توبه بيګانے خـــــــــــــــــــــوند د وړمبني انتظار
ويم چې دا نور عُمـــــــر کړم تير په انتظار هم داسې
چې ئې په ســــر باندې څهٔ کار نشته اولس هم داسې
چې ئې په ســـر باندې خپل کار کوي سرکار هم داسې
زړهٔ دې ترې صــــــــــــــبر کړو نو صبر شو بلا ورپسې
داسې بي لوظــــــــــــــــه سره غره وه پکار هم داسې