2025-06-01
سترګی غزل شیش یــــی غـــزل سترګو کي خندا غزل
شونډی غزل رنـــګ یــی غزل شونډو کي مسکا غزل
زلفې غــــــزل، جــــال یــــې غزل، زلفو کې هر ول غزل
تورې نـــــــــرۍ وروځې غــــــزل، خــــــال پکې لا بل غزل
غـــونــــــډه سپینه زنـــــــــه ده والله چـــــــې مکمل غزل
لوړه نـــــرۍ پـــــــوزه کې نتکۍ غوټــــۍ غـــــزل غـــــزل
دنګه نـــــرۍ غـــــاړه یو په سل غــــــزل او تل غــــــــــزل
هــــره سپینه لېچه غــــزل، هـــره ســـره منـــــګول غزل
قد غــــزل، قامت غـــزل، سینه غـــــــزل او هـــــــار غزل
ترنګ غـــــزل، غــــرور غــــزل، اقرار غـــزل، انـــــکار غزل
وخت د پېغلتوب ځواني غزل، شوخ یې سینګار غزل
زړه غــــــــزل، درزا غـــزل، تــــادي غـــــزل، تلوار غــــــزل
څړیکې غــــــزل، اوف غــــزل، مستي غزل، خمار غزل
شب غــــزل، شبنم غـــــــزل، چمن غــــزل، بهار غــــــزل
څه دروغ رښتیا وي، د راتــلو وعـــــدې غـــــزل غـــــــزل
څه لنـــــــډې اوږدې وي د وصال نیټې غـــــــزل غـــــزل
کلـــــــه شرابــــي سترګې اودې اودې غـــــزل غــــــــــزل
کـــــــله په خندا کــــــې اننـــګي مڼــــــې غـــــزل غـــــــزل
اصل کې دا درې غــــزلې دي چـــــې شـي رښتیا غزل
یو دې پیدایښت، بــــــله ځــــــوانـــي، بـــــله فـــنا غـــزل