غزل

2020-09-21

مينې ته مې درو له هوښيار مــــــــــې کـــــــړه
راشه زه بې لارې يـــــــــم پـــــــــه لار مـــې کړه

 
اوس خو مې درواخله ، درســـــره مـــــې کړه
خير دى چې بس تنګ شولې ګوزار مې کړه

 
مه يــــــــرېـــــــــږه بـــــل چــــــــاپسې نه ځمه
بندمې که په زلفوکې ايـــــسار مـــــــې کړه

 
بس ددوه و سترګو په کار بوخت مې کــړه
نور له دغې هرڅه نه وزګـــــــــار مــــې کړه

 
شونډې مې دشونډو په پــــــــياله پرېږده
مړمې کړه ژوندى مې کړه خومار مې کړه
 
شمشتو پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز