سوالونه

2020-09-21

زمونږ ډُهلونه   به   بیا غاړی کړي تازه ؟
اتڼ چیان به ورته څڼې کړي   شانه ؟
له حجرونه به غوغا او شور شي پورته ؟
مست ځلمیان به پکی غونډ شي دوباره ؟
سالو ګان به ګودرونه بیا تک سره کړي؟
پیغلې بیا به دغه غاړې کړي ښایسته ؟
«یه قربان» به سندر غاړي بیا هم وکړي ؟
د  رباب   زِندۍ به کله شي پاره ؟
سری ډولۍ به بیا پټیو کې ښکاره شي؟
د  ښادۍ   ډزی به وریځی کړي پاره ؟
کنډواله وستل به بیا کله  ودان شی؟
چې د شوراوسلا جګه شي شمله
د لو ګرو های او هوی به بیا پیدا شي ؟
نهالګر به د «چهار یار» وکړي ناره ؟
د لرګبود تبر ږغ سره به بیا هم
د قوت اود نالښت ږغ  شي جوړه ؟
د شپیلۍ د ږغ نڅا به بیا خپره شي ؟
ددامان په لور به جګه شي پاده ؟
د بزګر د تندي ګونجې به شی خلاصې ؟
کښت به یی با کله درمن ته شي قوده ؟
د  دوهۍ او نغریواور به بل شي ؟
تنرونه به لوګي کړي فواره ؟
ماشومان به «اله داد» ته بیا زړه ښه کړي؟
پتنګان به  په اسمان کې شي ښکاره ؟
د خوښۍموسم به بیا په کلی راشي ؟
د   ماتم به کله وکړوجنازه ؟
دی سوالونو  ته ځواب  در ځنی غواړی
زمری نه لری له تابله اسره !
 ۲۰۰۷/۱/۷