نظم
كه تنها يې نو پيكاره ته تنهايې
اى بې دره بې دلداره ته تنهايې
كله سٌر شې كله تال شې كله وزن
ليوني غوندې هو ښياره ته تنهايې
****
ستا په وړاندې داساده نړۍ چې وينې
ساده نه ده ډرامه دشرارت ده
داپه رنګ او په ريا باندې مېنه
خود غرضه هنګامه دشرارت ده
****
داچې تاته په يوه نظر درګوري
بل نظر يې بس په بل لوري روان دى
داڅېره چې تاته ښكاري مقدسه
داباطن زړه يې خيرن كور دشيطان دى
****
دمكارې زمانې تر منځه هر خوا
غوړيدلى دټګۍ او برګۍ جال دى
دبريښنا ليكه ده زرق وبرق يې ډير دى
راروان پرې له هر لوري نه دجال دى
****
دبريښنا دغه زنځير چې غځيدلى
په حلقه حلقه كې ناست ورته شيطان دى
خوري يوبل ته په درواغو قسمونه
يو، وبل لره دوزخ په داجهان دى
****
يو په بل پورې نښتي دي لګيا دي
خو نه خپلو كې راضي نه همنوا دي
ټول يوبل ته لكه غله دغسې ناست دي
ټول يو بل ته په دوكه او په ريا دي
****
دفريب په سره زنځير تړلي خلك
بې بهره دي له ريښتيني محبت نه
دخپل ذات په ترګمۍ كې داسې ورك دي
چې به ورك وي هميشه له حقيقت نه
****
دغه نفس چې په درواغو باندې پايي
دغه ژوند ته خوبقا ويلى نه شي
داچې ده ته چا ريښتيا ويلي نه دي
ځكه دى چا ته ريښتيا ويلى نه شي
****
دازنځير نه دوحدت دى نه دمينې
دغه جال دابليسي مكر اداء ده
دادم لوڼه زامن په كې راښكيل دي
درواغجنه ابـــــــتـــدا او انــتــهـا ده
****
دغه سيم چې غځيدلى نړيوال دى
الوده په ګناهونو په اوبال دى
كر دكركې اونفرت كړي په ذهنونو
له انسانه تر انسانه ستر زوال دى
****
چې انسان يې دجادو په خوب ويده كړ
بيا يې ذهن اوزړه دواړه ځينې غلا كړل
ډير وګړي اوس د بت په بڼه ګرځي
ډير يې ډيرو ته په ډيرو كې رسوا كړل
****
ښه ده ښه ده چې له دې خو به راويښ شوم
ښه ده ښه ده چې پنا رانه سراب شو
ښه ده ښه ده چې تنها شومه راټول شوم
تــرۍ تــم مــې له اروانه اضــطراب شو
****
نن چې ماسره نه يار شته نه دلدارشته
نوايله چې نن ، نه غدر نه غدار شته
تنهايي مې اوس حسينه شاعري ده
شكر شكر چې شراب شته او پيكار شته
20-0505
خير خانه مېنه