نبي جان بیا ښه لوبه وکړه
د پاکستان سوپر ليګ کرېکټ سياليو په شپږمه لوبه کې اسلام اباد يونايټېډ لوبډلې کراچي کېنګز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه. اسلام اباد د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه. کراچۍ په ټاکلو شلو اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې وکړې خو اسلام اباد دغه هدف په وروستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د کراچۍ لپاره شرجيل خان سليزه جوړه کړه ،د ده تر څنګ بابر اعظم ۶۲ منډې وکړې.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان محمد نبي د ۲۶ منډو ورکولو سره يوه وېکټه واخيسته او هم یې بېټینګ کې په ۵ بالونو ۷ منډي وکړې چې یوه شپږیزه یې ووهله.
د اسلام اباد لپاره افتخار احمد ۴۹ او الېکس هېلز ۴۶ منډې وکړې.
د یادوني وړ ده چې ددې سیالیو په دوام نن کومه لوبه نشته